د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د پخواني افغان پوځ چورلکې به طالبانو ته ونه‌سپارل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي ویلي چې په تاجکستان او ازبکستان کې د افغانستان پخواني حکومت چورلکې به طالبانو ته ونه سپارل شي.

هغه پرون د سه شنبې ورځ د جنوري ۱۸مه یوې خبري غونډې ته وویل، چې پنټاګون د دې چورلکو د برخلیک په اړه نږدې راتلونکي کې پرېکړه کوي.

د امریکا دفاع وزارت د دې چورلکو د برخلیک په اړه نور مالومات نه‌دي شریک کړي.

د افغانستان تر سقوط وروسته د پخواني پوځ ګڼ شمېر الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته بېول شوې وې.

تر دې وړاندې د طالبانو دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوم مجاهد په یوه خبري غونډه کې له تاجکستان او ازبکستان غوښتي وو، چې د افغانستان الوتکې بېرته دوی ته وسپاري.

هغه دواړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې د نه سپارلو په صورت کې به دوی سره ناوړه چلند وکړي.