د کار نړیوال بنسټ اعلان کړی چې په افغانستان کې د اګسټ تر ۱۵مې راوروسته شاوخوا نیم میلیون افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان ویلي چې دې کړکیچ د افغانستان اقتصاد فلج کړی او د کار بازا یې سخت تر فشار لاندې راوستی دی.

د کار بنسټ په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې یاد وضعیت افغانان او په ځانګړي ډول افغانې ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. وایي، هغه یو شمېر کسان هم چې په خپلو دندو پاتې تر اوسه یې خپل معاشونه نه‌دي اخیستي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو څلورو میاشتو ښايی دغه شمېر ۹۰۰ زرو ته ورسېږي.

راپور وایي د پخواني نظام د ړنګیدو اقتصادي پایلې پراخې دي ځکه نغدي پیسې کمي شوي او په بانکونو کې د پیسو پر اخیستلو محدودیتونو خلک او شرکتونه له مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د ویلو ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته په ځینو ولایتونو کې طالبانو په کلیدي او مهم بستونو کې خپل کسان ور معرفي کړل او لا هم دغه ګومارنې روانې دي.