
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ديبورا لاینز وایي، چې هڅې روانې دي څو د ډاکترانو او معلمینو معاشات تامین شي.
نوموړې طالبانو لهخوا د افغانستان اقتصاد په نوم جوړ شوي کنفرانس ته وویل، چې هڅه کوي د هر اړخیزو مرستو لړۍ تیزه او ګړندۍ شي.
مېرمن لاینز وویل:
موږ دا منو چې روانې مرستې افغانانو ته بسنه نه کوي، باید دا مرستې زیاتې شي، تر څو د پر مختګ او د ستونزو د کمېدو شاهدان و اوسو.
د ملګرو ملتونو استازې دغه راز ټینګار کړی چې هیله مند دي څو په نژدې راتلونکې کې اقتصادي ستونزې شل فیصده را کمې شي.
د یادونې ده چې نن د جدي په ۲۹مه په ارګ کې د افغانستان اقتصاد په نوم یو کنفرانس جوړ او پیل شوی دی.
طالب ویاندویان وایي، چې د دې کنفرانس د پیل وینا به د دوی رییسالوزرا محمد حسن اخوند کوي.ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د طالبانو رییس الوزرا په شمول نور لوړپوړي چارواکې هم ګډون وکړي.