
ایراني رسنیو په کابل کې د دې هېواد سفارت چارواکو له قوله لیکلي، چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي دي.
په ايران کې د جماران نيوز په نوم یوې رسنۍ په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر سید حسین مرتضوي له قوله ليکلي، چې طالبانو پرون د جدي ۲۸مه د کمال خان بند اوبه د ایران پر لوري خوشې کړې دي.
ایراني رسنیو لیکلي، په افغانستان کې د ايران د سفير مرستيال سيد حسين مرتضوي وایي، چې تهران ته د طالبان د بهرنیو چارو د وزیر امير خان متقي په سفر کې ورسره تر خبرو او مذاکراتو وروسته پريکړه وشوه چې د کمال خان د بند اوبه نن ايراني لوري ته خوشې شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایران غواړي له افغانستان سره د اوبو پر مسئله خبرې وکړي.
شنونکي وایي، چې ایران د کمال خان بند د جوړېدو د مخنیوي ډېرې هڅې وکړې، خو پخواني ولسمشر اشرف غنی د ایران د شدید مخالفت باوجود دکمال خان بند چارو ته ادامه ورکړه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.