
افغان کرکټ ستوری راشد خان سږکال د هند غوره لیګ سیالیو کې د احمداباد لوبډلې سره یوځای شوی دی.
هندي رسنیو ویلي، چې احمداباد ټیم راشدخان په ۱۵ کروړه یا ۱۵ سوه لکه هندي پیسو اخیستی دی.
د ویلو ده چې د هند په سږني کرکټ غوره لیګ کې احمداباد او لکنو ټیمونه نوي ایجاد شوي دي. له راشد خان سره ترڅنګ دغه ټیم د هند دوه پیاوړي لوبغاړي شوبمن ګېل او پانډیان هم پېرلي دي.
راشدخان د ای پي ایل تېرو سیالیو کې د حیدر اباد لوبډلې لپاره ټولټال ۷۶ لوبې کړي او ۹۳ ویکټې یې اخیستي دي.
ټاکل شوې د هند غوره لیګ دغه پړاو لوبې روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې پیل شي.