د متحده عرب اماراتو امنیتي چارواکي وایي، په پلازمېنه ابوظبۍ کې د تېلو په يوه ټانکر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پولیس، وایي په بریدونو کې د تېلو یوه تصفیه خانه او د ابوظبي نړیوال هوایي ډګر په نښه شوی.

ځایي رسنیو لیکلي، چې وژل شوي کسان دوه د هند او دریم یې د پاکستان تبع و.

په ورته مهال حوثي ياغيانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه بريدونه يې د ډرون په مرسته کړې دي.

دوی ویلي، متحده عربي اماراتو کې یې بریدونه پیل کړي او راتلونکو څو ساعتونو کې به د دې بریدونو جزیات خپاره کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې حوث ياغيانو د اماراتو کښتۍ نيولې وه چې ويل يې د دوی پر ضد کارېدونکې وسلې يې لېږدولې خو متحده عرب امارات دغه تورونه ردوي او وايي دا ملکي کارګو بېړۍ وه.