د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې د هېواد ولایتونو ته یې د زرګونه ټنه مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.

دغه وزارت ویلي، چې د غنمو د لېږد دغه لړۍ یې د رییس الوزرا د حکم له مخې پیل کړې ده.

د طالباتو د دفاع وزارت د ترانسپورټ او  تحرکاتو ملي لوا قوماندان مولوي بسم الله وایي، د مرسته شوو غنمو د لېږد مسوولیت د ټرانسپورټ او تحرکاتو ملي لوا ته سپارل شوی او د اوس لپاره د دغه غنمو لېږد ۱۳ ولایتونو ته پیل شوی دی.

هغه ویلي، چې د ترانسپورټ او تحرکاتو امنیتي او پرسونل برخې تر اوسه د هېواد دوه ولایتونو ته مرسته شوي غنم لیږدولي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به نورو ولایتونو ته هم د لیږد لړۍ بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو ولایتونو خلک پر طالبانو نیوکې کوي چې مرستې په عادلانه ډول نه وېشي. خلک وایي، مرستې یوازې هغوی ته رسېږي چې په طالبانو کې واسطه یا پېژندګلوي لري.