
لطیفه چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د چاودنې له کبله ټپي شوې وه، تېره شپه یې د کابل ایمرجنسي روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
نوموړې د عقرب په ۲۶مه نېټه د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې وه او خپلې دوه پښې یې له لاسه ورکړې وې.
د هغه کورنۍ وایي، چې ډاکټرانو د هغه دوه پښې پرې کړې وې او څلور ورځې په کوما حالت کې وه.
د کورنۍ غړي یې وایي، چې هغه تازه له طب پوهنځۍ فارغه شوې وه او هیله یې لرله چې د روغتیا په برخه کې افغانانو ته خدمت وکړي.