
د طالبانو حکومت یو ویاند وایي، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې قضایي مرکز نهدی تړل شوی.
د طالبانو مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، د دغه مرکز د تړل کېدو راپورونه واقعیت نه لري.
هغه زیاته کړې، د لویې څارنوالۍ مالي او اداري سرپرست معین مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.
یو شمېر رسنیو تر دې وړاندې ویلي وو چې طالبانو د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې قضایي مرکز تړلی دی.
په ورته مهال د طالبانو د رییسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشهیي توکو اخته دي.
د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مرکز په ۱۳۸۴ کال کې د مخدره موادو اړوندو دوسیو د څېړنې او ښکېلو کسانو د محاکمې په موخه جوړ شوی و.