
د طالبانو د استخباراتو مسوولین وایي، چې د وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې یې د قومندان عليپور د وسلو دوه پټنځاینونه کشف کړي دي.
د طالبانو استخباراتو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د غیر مسوله وسلوالو قومندان علیپور د وسلو ۲پټنځایونه کشف او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، یو عراده نظامي موترسایکل، دوربينونه، لاسي بمونه او په زرګونه فيره مختلف النوع مهمات کشف شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې په دې سیمه کې لا ډېرې پلټنې روانې دي.
طالب ځواکونو ویلي، چې په ټول هېواد کې د خپلسرو وسله والو او له دوی د وسلو راټولولو عملیات دوام کوي.
قومندان علیپور په افغانستان کې نامسووله وسلهوال درلودل او وخت ناوخت یې د قانون ضد کړنې ترسره کولې.