
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د دې هېواد ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جنوري په ۱۸مه افغانستان ته سفر وکړي.
که څه هم د پاکستان حکومت د نوموړي د دې سفر څرنګوالي په اړه مالومات نهدي خپاره کړي، خو ویل کېږي یوسف معید د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو راپورته شویو لانجو د هوارۍ لپاره کابل ته سفر کوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به له یوه پلاوي سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ارزونې او په دغه هېواد کې د بشري ناورین پر مخنیوي تمرکز وکړي.
دغې رسنۍ ویلي، چې هغه به د جنوري په ۱۸مه او ۱۹مه په افغانستان کې له طالب چارواکو سره وګوري.
په ورته مهال طالبانو ویلي، چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملیشو لهخوا لګول شوي اغزن تارونه لهمنځه وړي وو، چې د پاکستاني چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوی و.