
د کندهار ځایي رسنۍ وایي، چې په روان لمریز کال کې په کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.
یادو رسنیو د دې ولایت د میرویس روغتون چارواکو له قوله لیکلي، چې سږکال ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.
د مالوماتو له مخې، روان کال کې یاد روغتون ته ۱۹۵۰ خوارځواکي ماشومان ور وړل شوي چې ۷۵ یې مړه شوي دي.
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام څه موده وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
بلخوا د ماشومانو د خوندیتوب موسسې یا سیف دې چلدرن هم په خپل راپور کې د خوارځواکه ماشومانو د زیاتېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ماشومانو کې ۷۰۰ زره نور ناروغان زیات شوي چې په دې سره په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یو لک کم څلور میلیونو ته رسېدلی دی.