
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان لومړي وزیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو مسلکي کادرونو ته اړتیا نهلري.
د مالوماتو له مخې، ښاغلي متقي دغه خبرې له ترکمنستان څخه د بېرته ستنېدو پرمهال په هرات ولایت کې کړي دي.
هغه ویلي، افغانستان ډېر ښه کادرونه لري او ډېر ښه تعلیم یافته شخصیتونه لري. افغانستان او د افغانستان حکومت تر اوسه هېڅ نوع داسې خلا نه ده محسوسه کړې چې هغه خلا په پردیو او د نورو هېوادونو په کادرونو باندې ډکه کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګا کړی د اوس لپاره افغانستان دې ته ضرورت نهلري چې له نړۍ څوک راشي او دلته کار وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې په افغانستان کې ناورین مخنیوي لپاره باید له پاکستان څخه مسلکي کادرونه افغانستان ته ولېږل شي.
د نوموړي دغه ډول خبرې د افغانانانو او چارواکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوې دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې رسمي ټوېټرپاڼې لیکلي، چې افغانستان د پاکستان کادرونو ته اړتیا نه لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د عمران خان خبرو په غبرګون کې له هغه مننه کړې او ویلي یې دي چې دوی د هېچا کارکوونکو ته ضرورت نهلري.