د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، که نړیواله ټولنه مرستې ونه کړي نو هر نارینه، ښځه او ماشوم به په افغانستان کې له سختې لوږې سره مخ شي.

ښاغلي ګوترېش پرون د جنوري په ۱۶مه په خپله ټوېترپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه لیکلي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره باید همدا اوس اقدامان وشي او داسې لارې چارې پیدا شي چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي تېره اوونۍ هم د افغانستان د شاوخوا نهه میلیارده ډالرو د بېرته خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې هېوا به یې افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ جاري وساتي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.