په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، چې امريکا غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د جدي په ۲۵مه په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنې کې کړې دي.

وانګ یو زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت،د بشر حقونه، د مېرمنو حقونه اود بیان ازادي د پلمې په توګه کاروي او غواړي خپل غچ له عامو افغانانو واخلي.

هغه ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له افغانانو سره په ګډه کار وکړي څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

ښاغلي یو په افغانستان کې د افغانانو د خوښې حکومت پر رامنځته کېدو د ټینګار سربېره، له طالبانو څخه وغوښتل څو افغان خاوره د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین هېواد بشري مرستو او ملاتړ هرکلی وکړ او وې ویل چې چین دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.