د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې نړیوالې مرستې پرته له دې چې د طالبانو لاس ته ولوېږي د خلکو تر جیبونو ورسېږي.

ښاغلي بلېنکن پرون د جنوري په ۱۴مه په یوه ټلویزیوني مرکه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې امریکا به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

هغه تینګار کړی، چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي:

د افغانستان وضعیت خرای دی، موږ هڅه کوو له نړیوالو بنسټونو سره مرستې همغږي کړو او هغه په مستقیم ډول تر بې وزلو افغانانو ورسوو.

بلېنکن په خپلو خبرو کې طالبانو ته په اشارې ویلي، چې دغه ډله باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د افغانانو د ژغورنې لپاره د پېسو د کارولو مخه نیسي.

هغه ویلي چې د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د افغانستان بد اقتصادي وضعیت سره هم‌مهاله په دې هېواد کې د ماشومانو خوارځواکي ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.