د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې هېواد له چارواکو غوښتي، چې افغانستان بشري ځواک او مسلکي مامورین واستوي.

ښاغلي عمران خان زیاته کړې، چې افغانستان باید داسې متخصص کسان افغانستان واستول شي چې په روغتیايي، مخابراتو او بانکداري برخه کې وړتیاوې ولري.

د پاکستان لومړي وزیر یادې څرګندونې پرون د جنوري په ۱۴مه د خپل هېواد لوړپوړ چارواکو او وزیرانو کومېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې ډي.

عمران خان د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په سخت وخت کې به افغانان هېر نه کړي.

عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک استولو څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تازه نیویارک ټایمز د طالبانو له قوله لیکلي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوی او پاکستان ته یې مراجعه کړې ده.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې طاالبان د دې ستونزې د حل لپاره غواړي د هغو پخوانیو ط. البانو څخه په دې برخه کې ګټه واخلي چې له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي.

د یادونې ده چې د افغانستان تر سقوط وروسته په زرګونه مسلکي کسانو افغانستان پرېښود او بهر کې کډوال شول.