د اسراییل د استخباراتو ادارې ویلي، چې څلور اسراییلۍ مېرمنې یې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې له دې مېرمنو سره د رامبود نامدار په نوم یوه ایراني جاسوس چې ځان یهود ګني په فیسبوک کې ارتباط نیولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه نیول شوېمېرمنې هغه یهودانې دي چې له ایرانه اسراییل ته کډوالې شوې دي او تېره میاشت د یو شمېر جدي جرمونو په تور تورنې شوې.

د اسراییلو حکومت اعلان کړی چې دغو ښځو د پیسو په وړاندې له ایراني جاسوس سره اطلاعات شریک کړي دي.

په هغو عکسونو کې چې دې مېرمنو ایران ته استولي دي په تل ابیب او بیت المقدس کې د امریکا د متحد ایالاتونو د ډپلوماټیکو ځایونو، د رای ورکولو د یوه مرکز، د کورنیو چارو د وزارت د یوه دفتر او د یوه شاپنګ مال عکسونه شامل دي.