د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت پیدا کړي باید وړاندې شوي شرایط ومني.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سه شنبه د جنوري په ۱۱مه خبریالانو ته ویلي، چې که طالبانو غواړي حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، نو د امریکا او نړیوالو له خوا وړاندې شوي شرطونه باید ومني.

نېډ پرایس ویلي، د دې شرطونو یو مهم شرط د یوه ټول‌شموله حکومت جوړول دي، چې ټول افغانان پکې ځان وویني. او د ټولو افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې ټوله نړۍ یې څاري او ګوري چې طالبان په دې برخه کې څه کوي.

طالبانو که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند یادو څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د دوی سرپرست حکومت ټول‌شموله دی.

امریکا دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ایران کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او قومندان اسماعیل خان سره لیدلي دي.

امیرخان متقي ویلي، چې هغوی ته یې افغانستان ته د بېرته راتلو توصیه کړې ده.