په هرات کې د طالبانو د پاسپورټ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د جعلي پاسپورټونو د وېش په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

د هرات پاسپورت مدیر محمد ناصر محمدي رسنیو ته ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر پاڼې او د جعلي هویت اسناد هم ترلاسه کړي چې د پاسپورت په جعل کې ترې کار اخیستل کېده.

په دغه اسنادو کې د پاسپورت لومړۍ پاڼې، د ویزو جعلي پاڼې، نکاح خط، د تابعیت تذکرې، ډيپلوم او د پوهنتون د نمرو ترانسکرپت، د عامې روغتیا له خوا د ناروغۍ تصدیق، د اسلامي امارت له نښې سره سپینې پاڼې، ګمرکي اسناد او د ترانسپورت کتابچې شاملې وې.

ښاغلي محمدي ویلي، چې د یاو کسانو دوسیې یې اړونده ارګانونو ته استولي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په هرات کې پنځه کسان د جعلي پاسپورټونو د وېش په تور نیول شوي وو.