واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې په زرګونه کسان د پاکستان له مدرسو څخه د طالبانو په بلنې افغانستان ته اوښتي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، طالب چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او په مدرسو کې په زده‌کړو بوختو زده‌کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.

یادې ورځپانې د طالبانو لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې افغانستان ته د اوښتو طالب پلوو شمېر د ۵ زرو او ۱۰ زرو ترمنځ دی. دغو چارواکو ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د طالب ځواکونو شمېر شاوخوا ۷۵ زره کسانو ته رسېږي.

ویل کېږي، افغانستان ته راغلو وسله‌والو کې پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې ته یوه پاکستاني جنګیالي ویلي، چې طالبانو دوی سره ژمنه کړې چې افغانستان ته په تلوو به دوی ته دایمي اقامت او د استوګنې لپاره ځای ورکړل شي.

په کابل کې د طالبانو حکومت بیا د واشنګټن پوسټ دغه راپور رد کړی دی او ویلي یې دي، چې د دوی د ځواکونو په لیکو کې هېڅ کوم بهرنی وګړی نشته.