د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو مشرانو غونډه ګټوره وه.

هغه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، امریکا د اسلامي همکاریو د سازمان د نقش او همکاریو هرکلی کوي.

ټام وېسټ ویلي، د اسلامي همکارۍ د سازمان غونډه ګټوره وه او مهمې نتیجې یې درلودې، ځکه په خبره یې د بشري مرستو د وجهي صندوق جوړېدل او د اسلامي همکارۍ د سازمان د ځانګړي استازي ټاکل کېدل یې بیلګې دي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه پرون په اسلام‌اباد کې ترسره شوه چې په‌کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د امریکا، روسیې، فرانسې او جاپان استازو هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې افغانستان سره د مرستو لپاره به د بشري مرستو یو صندوق جوړ شي.