د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو تېره ورځ د افغانستان په اړه رابلل شوې فوق‌العاده غونډه کې پرېکړه وکړه چې له افغانستان د مرستو لپاره به یو صندوق ایجادوي.

دغه یو ورځنۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې وشوه او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په‌کې برخه اخیستې وه، له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه مالي صندوق پر ایجاد په‌کې موافقه وشوه.

دغه راز د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی حسین ابراهیم طه هم معرفي کړی او ټاکل شوې دغه سازمان په افغانستان کې خپل دفتر هم پرانیزي.

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به مالي مرستې کوي.

ملګرو ملتونو هم په دغه غونډه کې اعلان وکړ، چې راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴نیم میلیارد ډالر مرستې غوښتنه وکړي.

په دې غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان سره دې نغدي مرستې وکړي.