نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان، سوریې، او عراق په تړاو یې د امریکا هوایي بریدونو په اړه داسې اسناد ترلاسه کړي چې پکې د استخباراتي نیمګړتیاوې مالومې شوې دي.

یادې ورځپاڼې لیکلي، چې په دې بریدونو کې په زرګونه ماشومان او بې‌ګناه خلک وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې  امریکایي ځواکونو چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان، عراق او سوریې کې شاوخوا ۵۰ زره هوایي بریدونه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د شفافیت او محاسبې ژمنې هم په منظمه توګه نه‌دي پر ځای شوي.
د نیویارک ټایمز په څیړنو کې معلومه شوې چې د ملکیانو د وژل کېدو شمیچېرې په جدې توګه کمې ښودل شوي دي. پدې راپور کې د دریو هوایي بریدونو یادونه شوې.

لومړی برید؛ امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۹ مه د سوریې په شمال کې پر داعش کړی و، چې ویل کېده په دې برید کې ۸۵ داعشیان وژل شوي، خو وژل شوي ۱۲۰ بزګران او کلیوال خلک ول.

دویم برید؛ د عراق په رمادي کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې شوی. برید پداسې یو شخص شوی و چې لیدل کیده یو دروند شی د داعش یوې مرچلې ته وړي خو په حقیقت کې دا “دروند شی”‍ یو ماشوم و چې په هوایي برید کې وژل شوی و.

درېیم بری؛ په افغانستان کې د هوایي ډګر ته څېرمه برید و، چې ویل کېده د داعش ډلې مرکز یې په نښه کړی، خو له څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې په دې برید کې  د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.

په ورته مهال بیا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن بل اربن ددې راپور په غبرګون کې ویلي، چې په نړۍ کې تر ټولو په غوره ټکنالوژۍ کې هم سهوې کیږي.

هغه زیاته کړې، چې دا سهوې د نیمګړو مالوماتو یا د مالوماتو د ناسم تعبیر له کبله کیږي خو په خبره یې دوی کوښښ کوي د خپلو اشتبهاتو څخه زده‌کړه وکړي.