د طالبانو بهرنیو چاور وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې افغانان په اوس وخت کې تر هر څه زیات نغدو پیسو ته ډېره اړتیا لري.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له استازو څخه وغوښتل، چې افغانستان سره دې بشري مرستې وکړي.

هغه وویل:

له یوې خوا مو ولس جګړو، وچکالۍ د کووید ۱۹ ناروغۍ او فقر ځپلی دی، له بله خوا زموږ د خلکو په ملیاردو ډالره زیرمې کنګل شوي دي، د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیایې بانګ او نورو ادارو له خوا انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي، پدې کار سره د روغتیا، معارف او عامه خدماتو سیستمونه له خطر سره مخامخ کیږي او زیان یې ولس ته اوړي.

هغه د غړو له هېوادونو وغوښتل څو له امریکا غوښتنه وکړي، چې کنګل شوې پیسې بېرته ازادې کړي، ځکه په باور یې د دوی حکومت ضعیفول د هېچا په ګټه نه‌دي.

امیر خان متقي ویلي، امریکا چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي د‌دې زيان یوازې افغان ولس ته رسېږي او د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سر غړونه ده دا به له يوه ولس سره دښمني وګڼل شي.

د نوموړي په خبره:

د اګست پنځلسمې له تحول وروسته افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې او د هېچا ژوند ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو پر بنا کوم ګواښ نشته. د پخواني رژیم پنځه لکه مامورین د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د پخوا په شان خپلو دندو ته دوام ورکوي او له هیچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی

متقي په پای کې د اسلامي همکاریو سازمان پر هغو غړو چې دا مهال یې په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه ځنډولي دي غږ وکړ، چې خپل سفارتونه بيرته پرانیزي او دوی به به یې د دوست هیواد په حیث هرکلی وکړي.

د یادونې ده چې په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر هم ګډون او وینا وکړه.