د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، هر حکومت چې د خپلو استادانو، ډاکټرانو او دولتي کارکوونکو معاش نه‌شي ورکولی هغه به سقوط کوي.

عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې که نړۍ اقدام ونه‌کړي، افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین رامنځ‌ته شي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې مفسد حکومتونه د دې لامل شو چې د افغانستان د بودیجي ۷۵ سلنه له بهرنیو مرستو جوړه وه.

نوموړي له امریکا وغوښتل، چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان وګړو له برخلیک جلا وساتي.

په دې غونډه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي هم په نړیوالو غږ وکړ، چې له افغانستان سره باید له قید او شرط پرته مرستې وکړي.

هغه تینګار وکړ، چې نړۍ باید د فلسطین او کشمیر خلکو ترڅنګ د افغانانو ملاټړ هم وکړي.

ویل کېږي، په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي وه او له کابل څخه د طالبانو تللی استازی امیر خان متقي ته له کوم بیرغ پرته بېله څوکۍ ایښودل شوې وه.