د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له ټولو هېوادونو یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې نړۍ باید د فلسطین او کشمیر د خلکو په څېر د افغانانو ملاتړ هم وکړي.

ښاغلي قریشي نن یک‌شنبه په اسلام‌اباد کې د دې سازمان په غونډه کې ټینګار وکړ، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له قید او شرط پرته افغانستان سره مرستې وکړي.

د نوموړي په خبره، یو باثباته او سوله‌ییز افغانستان د افغانستان تر څنګ، پاکستان او ټولې سیمې ته ګټور تمامېدای شي. هغه زیاته کړه، د افغانستان اقتصاد پاشل له د کډوالو او ترهګرۍ د ډېرېدو لامل سي او دا د سیمې او نړۍ پر امنیت ناوړه اغېزه لرلی شي.

د اسلامي همکاریو سازمان په نننۍ غونډه کې د طالبانو استازو هم ګډون کړی دی. د طالبانو په استازیتوب دې سازمان کې امیر خان متقي ګډون کړی دی.

دا غونډه په داسې مهال جوړېږي، چې د څلورو میاشتو په تېرېدو لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.