
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن یکشنبه په ډيلي کې پر افغانستان خبرې وکړي.
د مالوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او هند بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
دغه غونډه نن په ډیلي کې په داسې مهال جوړېږي، چې ټاکل شوې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم د افغانستان په اړه پیل شي.
د راپورونو پر بنسټ، د دې غونډې مهم بحث هم د افغانستان روان وضعیت په اړه دی. تمه ده چې د سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په اړه هم خبرې وشي. دغه راز د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ د چابهار بندر د لارې په اړه هم خبرې اترې کېږي.
هندي چارواکو ویلي، چې د یادو پنځو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د اسلامي همکاریو سازمان کې ګډون نه کوي او پر ځای یې په ډیلي کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي ناسته کې ګډون کوي.
بلخوا د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن یکشنبه د ډسمبر ۱۹مه په اسلاماباد کې جوړېږي.
په دې غونډه کې د طالبانو په استازیتوب د دې ډلې بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون کوي.