فرانس پرس خبري اژانس د یو شمېر بهرنیو څارګرو ادارو له قوله لیکلي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده څو کاله وړاندې مړ شوی دی.

یاد اژانس لیکلي، چې خبریال کندهار ته تللی څو د هغو ګونګوسو په اړه له خلکو او طالبانو وپوښتي چې ویل کېږي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه چاودنه کې مړ شوی دی.

دوی د یوه کور ویډیو هم اخیستې چې په بارو یې دا د ملا هیبت‌الله کور دی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د طالبانو مشر درې کاله وړاندې دی د کوټې ښار په یوه مدرسه کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

فرانس پرس اژانس ته د پخواني حکومت یوه چارواکي هم د ملا هبت‌الله د وژل کېدو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې د کابل په نیولو کې نوموړي هېڅ رول نه لره.

بل‌خوا بیا طالبان د خپل مشر د وژل کېدو په تړاو یاد راپورونه اوازې ګڼي او وایي، چې نوموړی ژوندی دی او څه موده وړاندې یې په کندهار کې په یوه مدرسه کې خلکو ته وینا هم کړې ده.

د ملا هبت‌الله اخوندزاده د مړینې په تړاو دا راپورونه په داسې مهال خپرېږي، چې همدا تېره ورځ ملاهبت الله د ښځو په اړه یو فرمان صادر کړ.