د افغانستان لپاره د امریکا نوي استازي ټام وېسټ د افغانو ښځو په اړه د طالبانو مشر هیبت‌الله اخندزاده له نوي فرمان هرکلی کړی دی.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونه رعایت کیږي.

نوموړي دغه راز د دې فرمانن د هغې برخې یادونه کړې چې پکې ویل شوي وو، د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکړل شوی چې له چا سره واده وکړي.

دطالبانو له واکمنۍ ورسته دا لومړی ځل دی چې ملا هبت‌الله د ښځو په اړه فرمان صادروي. دغه فرمان شپږ مادې لري او په لومړۍ هغه کې یې ویل شوي، د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.

د دې فرمان په یوه بله ماده کې لیکل شوي، چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.

په ورته مهال بیا د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو څانګې مشرې هیتربار د طالبانو مشر نوي فرمان ته غبرګون کې ویلي، چې طالبانو په دې فرمان کې د نجونو د زده‌‌کړو په اړه هېڅ نه دي ذکر کړي.