د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا ویلي، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره په میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

دې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د وروستیو تحولاتو او ناامنیو له کبله نږدې درې نیم میلیون کسانو خپلې اصلي سیمې پرېيښي او بې‌ځایه شوي دي.

د دوی د مالوماتو پر بنسټ، دغه بې‌ځایه شوي کسان د ژمي په موسم کې سرپناوې، تودې جامې او د ځانونو تود ساتلو لپاره د سون توکي نه‌لري. دغه راز کافي خواړه او خورکي توکي هم نه لري.

په ورته مهال کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ ویلي، چې داسې کورنۍ یې په افغانستان کې لیدلي چې د خپلو ماشومانو لپاره یې خواړه او سرپناه نه درلودل.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ماشومانو د سویې تغذیې کچه هم لوړه شوې او ډیری ماشومان په روغتونو کې بستر شوي دي. د ښاغلي بلوچ په خبره، نږدې ۳ میلیونه افغان ماشومان سویې تغذیه شوې دي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره دې بشري مرستې دوامداره وساتي.