د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، چې په کابل کې د طالبانو تر راتګ وروسته نږدې ۱۰۰ پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي او لادرکه شوي دي.

یاد سازمان په دې اړه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې ډېری دغه وژل شوي کسان د پخواني حکومت پوځیان، پولیس او د ملي امنیت د ادارې کارکوونکي دي.

د بشر حقونو سازمان وايي، چې د افغانستان پخواني حکومت امنيتي چارواکي د اګسټ ه ۱۵مې نېټې د اکتوبر تر ۳۱ پورې یا طالبانو ته تسلیم شوي یا د هغوی له خوا نیول شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې ډېری کسان په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې وژل شوي یا لا درکه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسولې پاتریشیا ګاسمن وایي، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو په خبره یې دې ډلې محلي قوماندانان له دې نه دي منع کړل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پخواني غړي اعدام نه کړي یا یې تري تم کړي.

طالبانو بیا تر اوسه په رسمي بڼه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې په لسګونه هغه کسان یې له خپل صفوفو څخه لېرې کړي چې د امارت له نوم یې استفاده کوله.