
د طالبانو د لوړو زدهکړو مرستیال لطف الله خیرخواه وایي، چې پوهنتونونو کې کې له زدهکړو پرته نور هر ډول فعالیتونه دوام لري.
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پوهنتونونو کې د استادانو څېړنیز کارونه کوي، اداري کارکوونکي راځي او د استادانو د ترفیعاتو کارونه هم روان دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د دولتي پوهنتونونو څلورم ټولګي زده کوونکو د فراغت پرېکړه شوې او په طرحې یې هم کار روان دی.
د ښاغلي خیرخواه په خبره، د څلورم ټولګیو فارغول یوازې د دوی اندېښنه نه ده، بلکې زموږ اندېښنه هم ده.
د طالبانو تر راتګ وروسته د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه وتړل شول او تر اوسه بېرته نهدي پیل شوي.
تر دې وړاندې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې د اقتصادي ستونزو له کبله په دې نه دي توانېدلي چې دولتي پوهنتونونه پرانیزي.