نړیوال بانک به د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې د بېرته خلاصولو په اړه نن سه شنبه د نومبر په ۳۰ خبرې اترې وکړي.

رویټرز د یوې سرچینې له قوله لیکلي، چې ټاکل شوې نړیوال بانک نن د مدیریه هیت په یوې غیرې رسمې غونډې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۵ سوه میلیونه کنګل شويو ډالرو خلاصول نهایي کړي.

د راپورونو په حواله دا مقدار د هغې بودیجې برخه ده، چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان سره کوي.

رویټرز زیاته کړې، که دا پیسې ازادې هم شي، نو د طالبانو پر ځای به مخامخ خیریه بنسټونو ته ورکړل شي. د سرچینې له مخې، د پیسو د ازادېدو او نېټې په هکله پریکړه به د افغانستان د بیارغونې د صندوق سره مالي ملاتړ کوونکي هیوادونه کوي.

د راپورونو له مخې، نړیوال بانک د یادو پیسو ازادولو په اړه له امریکا او ملګرو ملتونو سره هم خبرې کړي دي.

امریکا تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به بېرته ازاده نه کړي.