د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ‌ډېر ژر به د افغانستان په سرحدي پولو کې خپل ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کړي.

د یاد وزارت د سرحدي پولیسو عمومي ریيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېر محمد شریف وایي، طالبان سرحدي پولو ته ځانکړې پاملرنه لري او ډېر ژر به پر سرحدي پولو ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي.

ښاغلي جنرال شېر محمد شریف یادې څرګندونې د قندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته په سفر کې کړي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دی ورکړي، خو تر دې وړاندې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو د افغانستان په سرحدي سیمو په ځانګړي توګه شمالي سیمو کې استشهادي کنډکونه جوړ کړي او خپل ځواکونه یې ځای پر ځای کړي دي.

د بدخشان مرستیال والي هغه وخت رسنیو ته ویلي وو ، چې په استشهادي کنډک کې هغه ځواکونه شامل دي چې پخوا به یې انتحاري بریدونه ترسره کول.