د راپورونو له مخې، د کرونا ویروس نوې اومېکرون بڼه د بلجیم او برېټانیا په ګډون په ګڼو اروپاپي هېوادونو کې خپره شوې ده.

برېټانوي رسنیو د دې هېواد روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي، چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس د نوې بڼې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له کبله یې لومړي وزير بورېس جانسن ځینې اقدامات او بنديزونه هم اعلان کړي دي.

برېټانوي چارواکو ویلي، چې اوس ټول هغه کسان چې دې هېواد ته ننوځي بايد له دننه کېدو سره د کرونا ټسټ وکړي او تر هغو چې پايله يې منفي نه وي راوتلې ځان له نورو ګوښی کړي.

ټول هغه کسان چې د کورونا وېروس د اومېکرون بڼې له ناروغ سره په اړيکه کې شوی وي، پرته له دې چې واکسين يې کړي وي که نه، قرنطين شي.

تر دې وړاندې په بوټسوانا، هانګ کانګ او اسرائيلو کې هم د کورونا وېروس پر دې بڼې اخته ناروغان ثبت شوې وو.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان هم د کرونا وېروس دغه نوې بڼه د اندېښنې وړ بللې او دا وېروس یې د اومېکرون په نامه یاد کړی دی.