د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته یې نږدې ۵ ملیونه افغانانو سره بشري مرستې کړې دي.

اوچا دغه راز ویلي، د دې مرستو لویه برخه د خوراکي مواد دي چې اړمنو او بې وزلو کورنیو باندې وېشل شوي دي.

د اوچا ویاندې لینډا ټام رسنیو ته ویلي، غیر دولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو ادارو په ګډه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پنځه ملیونه اړو خلکو ته د خوړو مرسته، نیم ملیون خلکو ته روغتیايي خدماتو مرسته او او لسګونه زره نورو کسانو ته هم د سرپناه، اوبو، د حفظ‌الصحې د ضروریاتو او د خونديتوب په څېر د اړتیا وړ خدمات رسول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر راتګ وروسته ګڼو هېوادونو او بنسټونو له دولت سره خپلې مرستې بندې کړي او پر ځای یې له خلکو سره په مستقیم ډول د مرستو پر رسولو غور کړی دی.

په ورته مهال د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن ډیر لاین د اسیايي-اروپايي هېوادونو انلاین سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، چې له طالبانو سره نه، بلکې له افغانانو سره بشري مرستې به دوام وکړي.

هغې بیا ځلي ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه د افغانستان نوی رژیم چې د تشدد له لارې واک ته رسېدلی، په رسمیت نه‌پېژني، خو د هغه راروان اقتصادي او ټولنیز سقوط مخنیوی باید وشي، چې دا هېواد ورسره مخامخ دی.