د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې پر داسې یوه مېکانېزم کار کوي، چې له مخې به یې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

هغه ویلي:

زموږ خویندې دې ډاډه اوسي چې ښوونځي يې پيليږي. امارت د یو داسې ميکانیزم چې «اسلامي اصولو او ملي ګټو مطابق وي، د جوړيدو په هڅه کې دي، چې تر هغه وروسته به د نجونو ټولو ښوونځي او تعلیمي مرکزونه فعاله شي.

طالبانو د اګست میاشتې په ۱۵مه کې واک ته تر رسېدلو وروسته ډېري حکومتي ښځینه کارکوونکي پر کور کينولې او دغه راز يې اعلان وکړ چې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې کولی شي ښوونځيو ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت شاوخوا ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم د دوی پرمخ ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي او نه هم کوم مېکانېزم ورته جوړ شوی دی.