په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما ویلي، چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

یونما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو  پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار کولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدودیتونو له امله زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري چې له هرو لسو ښځو څخه ۹یې د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی د نږدې شخص له خوا تجربه کړی دی.

افغانستان کې د یونما مشرې دېبورا لاینز د افغانو ښځو په تړاو ویلي:

د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولای، او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې په داسې مهال شریکې کړي چې د طالبانو تر راتګ وروسته تر نن پورې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي پاتې دي.