د Cpharm په نامه یوې اسټرالیايي کمپنۍ د طالبانو هغه خبرونه رد کړي، چې کواګې دوی غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي.

یاد شرکت ویلي، چې له طالبانو سره یې د چرسو د پروسس کارخانې جوړولو په اړه هيڅ ډول هوکړه نه‌ده کړې.

دغه اسټرالیايي کمپنۍ په خپله رسمي پاڼې دغه خبر رد کړی او لیکلي یې دي:

موږ له چرسو او له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرو. نه تولیدات لرو او نه هم څه عرضه کوو. یوازې طبي مشورتي خدمات د درملو شرکتونو ته په استرالیا کې وړاندې کوو.

رويټرز خبري اژانس وايي، چېCpharm یوه کوچنی استرالیاوي طبي مشورتي شرکت دی او ټولټال کارمندان یې ۱۷ کسانو ته رسیږي.

تر دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي وو چې یاد شرکت په افغانستان کې د ۴۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي.