د راپورونو له مخې، متحده عربي امارات او قطر هغه دوه عربي هېوادونه دي، چې غواړي د کابل هوایي ډګر چارو مدیریت پر غاړه واخلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون چهارشنبه رسنیو ته ویلي، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر چارو د سمبالېدو په اړه یې له متحده عربي اماراتو سره خبرې کړي دي.

په ورته مهال د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق له رسنیو سره ویلي، چې د اماراتو تر څنګ به د قطر تخنیکي کارکوونکي د کابل هوايي ډګر چارو په سمبالښت کې مرسته وکړي.

رویټرز د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي، چې د متحده عربي اماراتو چارواکو په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو په اړه یو لړ خبرې کړي دي.

د سرچینو په حواله ، متحده عربي امارات لېواله دی د قطر پر وړاندې چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو په منځ کې نفوذ زیات کړی، په افغانستان کې ځان ته ځای ومومي.

د یادونې ده چې متحده عربي امارات په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستو خبر هم ورکړی دی.