پاکستاني طالبانو ویلي، چې له پاکستان حکومت سره یې تر دې دمه مذاکرات نه‌دي پیل کړي.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني وايي، هغه راپورونه دروغ دي، چې ګواکې د پاکستان حکومت د دوی د ډلې ۱۰۰ تنه زندانیان خوشي کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، له پاکستان حکومت سره د خبرو لپاره نه خو تر اوسه کومه کومېټه ګومارل شوې او نه هم دوی کوم شرط وړاندې شوی دی.

د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې پاکستاني طالبانو د اوربند ټینګېدو په مقابل کې د پاکستان حکومت ته درې اساسي شرطونه ایښي.

په یادو شرطونو کې په یوه درېیم هېواد کې د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر خلاصول، پاکستان کښې د شرعي نظام نافذېدل او د قبایلي ضلعو دپخواني حیثیت بېرته پرځای کولو غوښتنې شاملې وې.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت او ټي تي پي ترمنځ د سولې په خبرو کې افغان طالبان منځګړیتوب کوي.