د پولنډ چارواکو ویلي، چې بېلاروس د افغان کډوالو له ناورین څخه د خپل په ګټه کار اخلي.

د پولنډ لومړي وزیر ماتیووش موراویڅکي دغه راز خبرداری ورکړی چې بلاروس دا وار هڅه کوي د افغانستان او ازبکستان کډوال د اروپا پولو ته راولي.

نوموړي د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې له خپلې سیالې انګریدا سیمونیټ سره په خبرو کې ویلي، چې بلاروس له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو د غیر منظم وتلو وروسته له رامنځته شوي کړکېچ ګټه پورته کوي.

هغه زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه له یوې سختې سناریو سره مخ ده.

پولنډي چارواکو تر دې وړاندې بېلاروس هېواد په دې تورن کړی و، چې ګواکې ناقانونه کډوال هڅوي چې د پولنډ خاورې ته واوړي.

بېلاروسي چارواکو تر اوسه د پولنډ یادو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

کابل کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په زرګونه افغانان د ځمکې له لارې ګاونډيو هېوادونو پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان ته اوښتي دي، څو له دې هېوادونو اروپا ته ځانونه ورسوي.