د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال يې په هرات کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲۰ کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شمېر کسان یې د هرات مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان د غلا، قتل، ترور، نشه‌يي توکو د قاچاق، اخلاقي جرمونو، اختطاف په تور نیولي دي.

د هرات ځايي مسوولین وایي، چې د یادو کسانو نیولو سربېره ۴۰ میله وسلې، ۲۰ موټر، څلور لکه نغدې افغانۍ، ۳۰ غلا شوي موبایلونه او ۳۰۰ لیټره شراب هم ترلاسه شوي دي.

دوی ویلي، چې د یادو کسانو دوسیې یې اړوندو عدلي ارګانونو ته استولي دي.