د بخښنې نړیوال سازمان یوې چارواکې ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت وېروونکی او غیر انساني دی.

د یاد سازمان د افغانستان برخې مشرې سمیرا صدیقي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې خلک خپل ماشومان د خوراکي توکو او پیسو لپاره پلوري، بشري حقونه بې‌معنی ښکاري.

نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان ۳۵ ملیونه وګړي په دغه هېواد کې یرغمل نیول شوي.

د بښنې نړیوال سازمان یادې څرګندونې په داسې مهال کړي چې د طالبانو تر راتګ وروسته په لسګونه زره خلک له افغانستان ووتل او ګڼ شمېر نور د وتلو لپاره لارې لټوي.

تر دې وړاندې سي‌ان‌ان راپور ورکړی و، چې په یو شمېر سیمو کې خلک له ډېرې ناچارۍ خپل ماشومان پر خلکو پلوري.

طالبان بیا وایي، چې په افغانستان وضعیت هومره خراب نه دی لکه څنګه چې غربي هېوادونه ورته تبیلغ کوي.