د طالبانو کورنیو چارو وزارت چارواکي وایی، چې ډېر ژر به د پاسپورټونو د وېښ لړۍ بېرته پیل شي.

د یاد وزارت ویاند سعید خوستي خامه پرس ته ویلي، بایومتریک ماشینونو کې د تخنیکي ستونزې له هواري وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل شي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی، چې په ځینو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

د پاسپورټ سرپرست وزیر یوه اوونۍ وړاندې د تخنیکي ستونزو له کبله په کابل کې د پاسپورت ریاست فعالیت د بندېدو پرېکړه کړې وه.

نوموړي ویلي وو، چې په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک په ګډون یو شمېر ماشینونه له وخته تېر دي او باید یاده تخنیکي ستونزه حل شي.

د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، په ورځني ډول دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له درې زرو تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورټ ووېشي.

د یادونې ده چې په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاست خدمات جریان لري.