د امریکا د کانګرس غړي غواړي په افغانستان کې د امریکا ټول پوځي، استخباراتي، پراختيايي او ديپلوماتيک فعاليتونه او د ناکامۍ لاملونه څېړي.

د هېل په نوم یوې امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د کانګرس غړي غواړي د ۲۰۰۱ کال سپټمبر له ۱۱ څخه د روان کال اګست مياشت کې د کابل تر سقوط پورې ټول د امریکا ټول فعالیتونه ارزوي.

یادو غړو د همدې لپاره د حقایقو د موندلو کمېسیون د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د راپور په حواله، دې کار موخه په افغانستان کې د امريکا د ماتې د لاملونو موندل او د طالبانو لاس ته د دغه هېواد د لوېدو د لاملونو په ګوته کول دي.

د دغې ورځپاڼې په وينا، د کمېسيون لومړنی مسوليت د هغو پوښتنو ځوابونه موندل دي چې د افغانستان اوسنی سياسي برخليک يې ټاکلی دی.

راپور کاږي،  د اصلي مجرمينو په اړه پوښتنې، د ۲۰۰۱ کال بن کنفرانس کې د طالبانو نه شتون، همدې کنفرانس کې د محمد ظاهر شاه د رول بدلول، د افغانستان ټاکنو کې د امريکا لاسوهنه او له پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په دویم ځل ټاکنو کې د امریکا د حکومت ملاتړ شامل دي.

راپور ویلي، د امريکا د استازو او مشرانو جرګه له کمېسيون غواړي معلومه کړي چې چا او ولې د دې پاليسيو ملاتړ کاوه. د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د امریکا لاسوهنې د افغانستان پر وروستيو پېښو څه اغېز وکړ او د طالبانو لپاره د امریکا د پلانونو تبليغاني ارزښت څه و.