هندي چارواکو ویلي، د اندهرا پردېش په ایالت کې د سېلابونو له کبله په لسګونه کسان مړه شوي او ورک شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ژغورونکو تر اوسه له اوبو څخه د شاوخوا لسو کسانو مړي را ایستلي، خو ۱۹ نور لا هم ورک دي.

د هند حکومت ویلي، چې د سویلي اسیا په هېوادونو کې شدید او داسې موسم چې وړاندوینه یې نه‌شی کېدی د اقلیم د بدلون، د ځنګلونو د وهلو، د بېښنا د بندونو جوړولو او پراخو پراختیایي کارونو له کبله رامنځته کېږي.

د یادونې ده چې تېره میاشت یوازې د کیرالا په ایالت کې لږ تر لږه ۴۲ کسان په شدیدو بارانونو کې ووژل شول او د سختو ورښتونو له کبله چارواکو پدې ایالت کې د هندو مذهب یو سپیڅلي زیارت ته د خلکو ورتګ بند کړ.