د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي، چې له طالبانو یې دا ژمنه ترلاسه کړې چې افغان لوبغاړو او لوبډلو ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه ورکوي.

یادې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې قطر کې یې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش د ریاست مسوولینو سره لیدلي او هغوی هم دا ډاډ ورکړی چې د افغان لوبغاړو د سیالیو مخه به هېڅوک نه نیسي.

په دې اعلامیه کې د طالبانو له قوله لیکل شوي، چې د المپیک منشور پلي کولو ته په جدي توګه ژمن دي او تعقیبوي به یې.

د المپیک د نړیوالې کمیټې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په غونډې کې دواړو خواوو پدې ټینګار وکړ چې ټولو افرادو ته باید پرته له تبعیضه اجازه ورکړل شي چې په آزاده توګه ورزش وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته د بېلابېلو لوبو په سلګونه لوبغاړي له هېواد ووتل او په اروپايي هېوادونو کې کډوال شول.