نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د ځان سپیناوي او دفاع لپاره هڅې پیل کړې دي.

یادې ورځپاڼې دغه راز د اګسټ په ۱۵مه د کابل سقوط پړه پر خلیلزاد اچولې او ویلي یې دي، چې نوموړي طالبانو ته ډېر امتیازات ورکوي دي.

نیویارک ټایمز د پخواني لسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا ته اشاره کړي چې ویلي یې وو، خلیلزاد د یوې لویې غولوونکې طرحې معمار دی.

تر دې وړاندې امرالله صالح په زلمي خلیلزاد تور لګولی و، چې د دوحې تړون ځینې برخې یې وره پتې ساتلې وې.

خلیلزاد په دې وروستیو کې د ځان سپیناوي لپاره رسنیو سره په مرکو کې ویلي وو، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني لجاجت او د سیاسي مشرانو خودخواهي د دې لامل شو، چې جمهوریت نظام ړنګ شي.